دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۰ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۰۳
د مطلب کود : 263656
د فابریکې خاوندان؛ دولت باید د کورنیو تولیداتو د ودې لپاره چاپیریال برابر کړي
د هېواد د تولیدي فابریکو یو شمېر مسئولین له اسلامي امارت غواړي چې د خپلو کورنیو تولیداتو د ودې لپاره زمینه برابره کړي، خو د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت وايي چې د اسلامي امارت کابینې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ پرېکړه کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د هېواد د تولیدي فابریکو یو شمېر مسئولین له اسلامي امارت غواړي چې د خپلو کورنیو تولیداتو د ودې لپاره زمینه برابره کړي.
 
د چپس جوړولو د شرکت مسئول خلیل ایوبي وویل: زموږ اساسي ستونزه د برېښنا نشتوالی دی، چې په وروستیو میاشتو کې ورسره مخ یو. زموږ غوره هڅه دا ده چې خپل کورني تولید ته وده ورکړو یا پیاوړې کړو.
 
د صابون د تولید رئیس مصطفی نظري هم وویل: موږ خپل تولیدات په ۱۸ ولایتونو کې صادروو او له حکومت څخه غواړو چې د کورنیو تولیداتو ملاتړ وکړي او له موږ سره تړون لاسلیک کړي.
 
بل خوا د افغانستان د صنایعو او کانونو خونه وايي، چې دا مهال صنعتکاران د برېښنا، د بانکونو د محدودیت او یو شمېر نورو ننګونو سره مخ دي.
 
خو د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت وايي، د سرپرست حکومت کابینې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ پرېکړه کړې ده.
 
د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي له هېوادوالو غوښتي چې د کورنیو تولیداتو د ودې لپاره له دغو تولیداتو ګټه واخلي.
 
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، افغانستان د څه باندې ۵۰ ډوله خوراکي، درملو او صنعتي توکو په تولید کې پر ځان بسیا شوی دی.
 
د کابل د صنایعو او کانونو خونې د شمېرو پر بنسټ، د هېواد په پنځو زونونو کې څه باندې ۴۰۰ زره ټنه په مستقیم او نږدې یو میلیون ټنه په غیر مستقیم ډول په ۶ زره فابریکو او لسګونه تولیدي څانګو کې کار کوي.
 
https://avapress.com/vdcdks0x9yt0996.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته