کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په فاریاب کې د واورې د اورښت له پیل وروسته په ترافیکي پېښو کې زیاتوالی راغلی

21 جدی 1401 ساعت 10:27

د فارياب سيمه ييز چارواکي په دغه ولايت کې د واورې د اورښت له پيل وروسته د ترافيکي پېښو د زياتوالي خبر ورکوي او وايي، چې د سړکونو د يخ وهلو له امله د جدی په ٢٠مه، درې ترافيکي پېښې شوې، چې له امله يې ٩ تنه ټپيان شوي دي.


آوا: د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور رئیس شمس الله محمدي آوا ته وویل، چې لومړۍ پېښه نن سهار لس بجې د دغه ولایت د قیصار ولسوالی کې شوي چې تلفات نه لری.
 
محمدي زياته کړه، چې يوه بله پېښه نن له غرمې مخکې شاوخوا ١٢ بجې د اندخوى- شبرغان ولسوالۍ د خواجه قدوق په سيمه کې د سړې هوا له امله رامنځته شوې ده.
 
د هغه په ​​وينا، په دې پېښه کې دوه کرولا موټرونه ټکر شوي او په پايله کې يې نهه تنه ټپيان شوي دي.
 
هغه دا هم وويل، چې درېيمه پېښه نن ماسپښين شاوخوا دوه بجې د قرمقول ولسوالۍ د فراهيه کلي په سيمه کې د دوو فولډر او سراچه ډوله موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې، چې له امله يې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
 
دا په داسې حال کې ده، چې نن په شمالي ولايتونو کې د واورې اورښت پيل شوى، چې د ترافيکي پېښو او د موټر چلوونکو بې احتياطي يې له ګواښ سره مخ کړې ده.
 


د مطلب کود: 263667

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/263667/په-فاریاب-کې-د-واورې-اورښت-له-پیل-وروسته-ترافیکي-پېښو-زیاتوالی-راغلی

آوا
  https://www.avapress.com