دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۱ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۲۷
د مطلب کود : 263667
په فاریاب کې د واورې د اورښت له پیل وروسته په ترافیکي پېښو کې زیاتوالی راغلی
د فارياب سيمه ييز چارواکي په دغه ولايت کې د واورې د اورښت له پيل وروسته د ترافيکي پېښو د زياتوالي خبر ورکوي او وايي، چې د سړکونو د يخ وهلو له امله د جدی په ٢٠مه، درې ترافيکي پېښې شوې، چې له امله يې ٩ تنه ټپيان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور رئیس شمس الله محمدي افغان غږ خبری آژانس ته وویل، چې لومړۍ پېښه نن سهار لس بجې د دغه ولایت د قیصار ولسوالی کې شوي چې تلفات نه لری.
 
محمدي زياته کړه، چې يوه بله پېښه نن له غرمې مخکې شاوخوا ١٢ بجې د اندخوى- شبرغان ولسوالۍ د خواجه قدوق په سيمه کې د سړې هوا له امله رامنځته شوې ده.
 
د هغه په ​​وينا، په دې پېښه کې دوه کرولا موټرونه ټکر شوي او په پايله کې يې نهه تنه ټپيان شوي دي.
 
هغه دا هم وويل، چې درېيمه پېښه نن ماسپښين شاوخوا دوه بجې د قرمقول ولسوالۍ د فراهيه کلي په سيمه کې د دوو فولډر او سراچه ډوله موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې، چې له امله يې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
 
دا په داسې حال کې ده، چې نن په شمالي ولايتونو کې د واورې اورښت پيل شوى، چې د ترافيکي پېښو او د موټر چلوونکو بې احتياطي يې له ګواښ سره مخ کړې ده.
 
https://avapress.com/vdcfvmd0ew6dvva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته