کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

واوره، د جوزجان امنیه قوماندان او یو شمېر مسافر حیران کړل

21 جدی 1401 ساعت 14:02

د جوزجان ځايي چارواکي وايي؛ د دې ولایت امنیه قوماندان چې په واورو کې د بند پاتې کسانو د ژغورنې په موخه اقچې ولسوالۍ ته تللی و، د هغه او د مسافرو د ژغورنې لپاره ژر تر ژره د چورلکې د استولو اړتیا ده.


آوا: د جوزجان د پولیسو ویاند عبدالستار حلیمی نن چهارشنبه د جدی په ۲۱ مه، آوا ته وویل چې یو سراچه ډوله موټر چې د دوو ښځو او یوه ناروغ ماشوم په ګډون ۶ تنه سپاره وو بند پاتي وو چي د جوزجان امنيه قوماندان حفيظ الله پهلوان له دوو موټرو سره د هغوى د ژغورنې لپاره تللي و.
 
هغه زياته کړه، چې د امنيه قوماندان او سپرلۍ موټر په اڅک ولسوالۍ کې په سختو واورو کې بند پاتې دي او د ژغورنې يوازينۍ لاره د چورلکې لېږدول دي.
 
حليمي وويل، چې له غرمې وروسته له ١٢ بجو راهيسې د جوزجان امنيه قوماندان او مسافر د چورلکې د راتلو په تمه ناست دي او د دغه ولايت والي ژمنه کړې، چې ډېر ژر به ياده چورلکه سيمې ته ولېږدوي.
 
په ورته وخت کې د واورې د اورښت له پیل سره د شمالي ولایتونو د اکثرو ولسوالیو ترانسپورتي لارې تړل شوې دي.
 


د مطلب کود: 263687

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/263687/واوره-د-جوزجان-امنیه-قوماندان-او-یو-شمېر-مسافر-حیران-کړل

آوا
  https://www.avapress.com