دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۱ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۰۲
د مطلب کود : 263687
واوره، د جوزجان امنیه قوماندان او یو شمېر مسافر حیران کړل
د جوزجان ځايي چارواکي وايي؛ د دې ولایت امنیه قوماندان چې په واورو کې د بند پاتې کسانو د ژغورنې په موخه اقچې ولسوالۍ ته تللی و، د هغه او د مسافرو د ژغورنې لپاره ژر تر ژره د چورلکې د استولو اړتیا ده.
افغان غږ خبری آژانس: د جوزجان د پولیسو ویاند عبدالستار حلیمی نن چهارشنبه د جدی په ۲۱ مه، افغان غږ خبری آژانس ته وویل چې یو سراچه ډوله موټر چې د دوو ښځو او یوه ناروغ ماشوم په ګډون ۶ تنه سپاره وو بند پاتي وو چي د جوزجان امنيه قوماندان حفيظ الله پهلوان له دوو موټرو سره د هغوى د ژغورنې لپاره تللي و.
 
هغه زياته کړه، چې د امنيه قوماندان او سپرلۍ موټر په اڅک ولسوالۍ کې په سختو واورو کې بند پاتې دي او د ژغورنې يوازينۍ لاره د چورلکې لېږدول دي.
 
حليمي وويل، چې له غرمې وروسته له ١٢ بجو راهيسې د جوزجان امنيه قوماندان او مسافر د چورلکې د راتلو په تمه ناست دي او د دغه ولايت والي ژمنه کړې، چې ډېر ژر به ياده چورلکه سيمې ته ولېږدوي.
 
په ورته وخت کې د واورې د اورښت له پیل سره د شمالي ولایتونو د اکثرو ولسوالیو ترانسپورتي لارې تړل شوې دي.
 
https://avapress.com/vdch6xniq23n--d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته