کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سالنګ لویه لار د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه

22 جدی 1401 ساعت 11:10

د بغلان سیمه ییزو چارواکو د سالنګ لویه لار د ترافیکو پر مخ پرانیستې اعلان کړی او وايي، لاره خلاصه ده، خو د موټرونو لپاره د زنځیرونو سره تګ راتګ اړین دی.


آوا - مزارشریف: د بغلان د پولیسو ویاند شیر احمد برهانی نن ​​پنجشنبه، د جدی ۲۲ مه: د سالنګ لویه لار د ټرافیکو پر مخ خلاصه شوه، خو موټر یوازې په زنځیرونو تګ راتګ کولای شی.
 
هغه زياته کړه، چې د دې لويې لارې سړکونه اوس هم په واورو او يخونو پوښل شوي او موټر چلوونکي بايد احتياط وکړي.
 
په ورته وخت کې له تېرو دوو ورځو د واورې ورېدو له امله د هېواد ډېری لارې تړل شوې، خو ځايي چارواکو د لارو د خلاصولو لپاره هڅې اعلان کړې دي.
 


د مطلب کود: 263713

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/263713/د-سالنګ-لویه-لار-ترافیکو-پرمخ-پرانیستل-شوه

آوا
  https://www.avapress.com