دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۲ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۱۰
د مطلب کود : 263713
د سالنګ لویه لار د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه
د بغلان سیمه ییزو چارواکو د سالنګ لویه لار د ترافیکو پر مخ پرانیستې اعلان کړی او وايي، لاره خلاصه ده، خو د موټرونو لپاره د زنځیرونو سره تګ راتګ اړین دی.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د بغلان د پولیسو ویاند شیر احمد برهانی نن ​​پنجشنبه، د جدی ۲۲ مه: د سالنګ لویه لار د ټرافیکو پر مخ خلاصه شوه، خو موټر یوازې په زنځیرونو تګ راتګ کولای شی.
 
هغه زياته کړه، چې د دې لويې لارې سړکونه اوس هم په واورو او يخونو پوښل شوي او موټر چلوونکي بايد احتياط وکړي.
 
په ورته وخت کې له تېرو دوو ورځو د واورې ورېدو له امله د هېواد ډېری لارې تړل شوې، خو ځايي چارواکو د لارو د خلاصولو لپاره هڅې اعلان کړې دي.
 
https://avapress.com/vdchzxnix23n-qd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته