کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

نظري: افغانستان به ډېر ژر له سختو حالاتو تېر شي

22 جدی 1401 ساعت 14:00

د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري وویل، چې افغانستان به ډېر ژر له سختو حالاتو څخه تېر شي او یادونه یې وکړه، چې د اسلامي امارت د چارواکو هڅې د هېواد لپاره د اقتصاد، امنیت او کلتور په برخو کې سترې بریاوې ترلاسه کوي.


آوا - کابل: د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري تېره شپه (جدي ۲۱) په یو لړ ټویټونو کې ویلي چې افغانستان به ډېر ژر له سختو شرایطو څخه تیر شي.
 
هغه زیاته کړه، د اسلامي امارت د چارواکو هڅې د دې لپاره دي چې هېواد د اقتصاد، کلتور، امنیت او ساینس په برخو کې ستر بریالیتوبونه ترلاسه کړي.
 
هغه وویل، خلک باید د دښمن د فضا رامنځته کولو، تبلیغاتي او رواني جګړې ته تسلیم نه شي. موږ باید خپله دیني او ملي دنده سرته ورسوو او د افغانستان د دښمنانو له فتنو سره مقابله وکړو.
 
عبداللطیف نظري وویل، زموږ ځوان نسل باید له خلکو سره پاتې شي او په ټول توان سره د نظام ملاتړ وکړي.
 
دده له نظره د ځينو معلومو او ناپېژندل شويو کسانو د خبرو پر وړاندې د ځوانانو دريځ چې خلک نفاق ته دعوت کوي، د دې نسل د بصيرت نښه ده.
 
د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت مسلکي معین ویلي دي چې ځوان نسل دې بې له ځنډه میدان ته داخل شي او د هیواد په پرمختګ کې ونډه واخلي.
 


د مطلب کود: 263727

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/263727/نظري-افغانستان-ډېر-ژر-له-سختو-حالاتو-تېر-شي

آوا
  https://www.avapress.com