دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۲ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۰۰
د مطلب کود : 263727
نظري: افغانستان به ډېر ژر له سختو حالاتو تېر شي
د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري وویل، چې افغانستان به ډېر ژر له سختو حالاتو څخه تېر شي او یادونه یې وکړه، چې د اسلامي امارت د چارواکو هڅې د هېواد لپاره د اقتصاد، امنیت او کلتور په برخو کې سترې بریاوې ترلاسه کوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري تېره شپه (جدي ۲۱) په یو لړ ټویټونو کې ویلي چې افغانستان به ډېر ژر له سختو شرایطو څخه تیر شي.
 
هغه زیاته کړه، د اسلامي امارت د چارواکو هڅې د دې لپاره دي چې هېواد د اقتصاد، کلتور، امنیت او ساینس په برخو کې ستر بریالیتوبونه ترلاسه کړي.
 
هغه وویل، خلک باید د دښمن د فضا رامنځته کولو، تبلیغاتي او رواني جګړې ته تسلیم نه شي. موږ باید خپله دیني او ملي دنده سرته ورسوو او د افغانستان د دښمنانو له فتنو سره مقابله وکړو.
 
عبداللطیف نظري وویل، زموږ ځوان نسل باید له خلکو سره پاتې شي او په ټول توان سره د نظام ملاتړ وکړي.
 
دده له نظره د ځينو معلومو او ناپېژندل شويو کسانو د خبرو پر وړاندې د ځوانانو دريځ چې خلک نفاق ته دعوت کوي، د دې نسل د بصيرت نښه ده.
 
د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت مسلکي معین ویلي دي چې ځوان نسل دې بې له ځنډه میدان ته داخل شي او د هیواد په پرمختګ کې ونډه واخلي.
 
https://avapress.com/vdcci1qim2bqem8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته