کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل - کندهار پر لویه لار د یوه مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو له امله نهه تنه ټپیان شوي دي

22 جدی 1401 ساعت 14:17

د کندهار سیمه ییز چارواکي وايي، د کابل - کندهار پر لویه لار د یوه ۴۰۴ ډوله مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو له امله نهه تنه ټپیان شوي دي.


آوا - کندهار: د دغه ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، نن پنجشنبه (جدی ۲۲) د کابل - کندهار پر لویه لار د زابل په سیمه کې د یوه ۴۰۴ ډوله مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو له امله ۹ تنه ټپیان شوي دي.
 
د کندهار د والي وياند حاجي زاهد وايې چې ددي پېښي ټپيان ددي ولايت روغتون ته ليږدول شوي دي.
 
د دغه موټر يو تن مسافر محمود وايي، چې دغه ترافيکي پېښه د زابل په مربوطاتو کې د سړک د خرابوالي او د موټر چلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې ده.
 
د يادونې وړ ده، چې د هېواد پر واټونو د ترافيکي پېښو پېښې وخت په وخت د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ، د سړکونو تنګي او خرابوالي او د ترافيکي قوانينو نه مراعتول بلل کېږي.
 


د مطلب کود: 263730

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/263730/د-کابل-کندهار-پر-لویه-لار-یوه-مسافر-وړونکي-موټر-چپه-کېدو-له-امله-نهه-تنه-ټپیان-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com