دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۲ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۱۷
د مطلب کود : 263730
د کابل - کندهار پر لویه لار د یوه مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو له امله نهه تنه ټپیان شوي دي
د کندهار سیمه ییز چارواکي وايي، د کابل - کندهار پر لویه لار د یوه ۴۰۴ ډوله مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو له امله نهه تنه ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کندهار: د دغه ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، نن پنجشنبه (جدی ۲۲) د کابل - کندهار پر لویه لار د زابل په سیمه کې د یوه ۴۰۴ ډوله مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو له امله ۹ تنه ټپیان شوي دي.
 
د کندهار د والي وياند حاجي زاهد وايې چې ددي پېښي ټپيان ددي ولايت روغتون ته ليږدول شوي دي.
 
د دغه موټر يو تن مسافر محمود وايي، چې دغه ترافيکي پېښه د زابل په مربوطاتو کې د سړک د خرابوالي او د موټر چلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې ده.
 
د يادونې وړ ده، چې د هېواد پر واټونو د ترافيکي پېښو پېښې وخت په وخت د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ، د سړکونو تنګي او خرابوالي او د ترافيکي قوانينو نه مراعتول بلل کېږي.
 
https://avapress.com/vdcgww9xzak93u4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته