دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۱ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۱۲
د مطلب کود : 263197
د کابل په لوېدیځ کې د هزاره جات د لارو لپاره نوی ترمینل جوړ شو
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت چارواکي وايي، د کابل په لوېدیځ کې د هزاره جات مسافرو د تګ راتګ لپاره د ښاریانو د اسانتیا لپاره نوی ترمینل جوړ شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت چارواکي وايي، د کابل په لویدیځ کې د هزاره جاتو د تګ راتګ لپاره نوی ترمینل د ښاریانو د اسانتیا په موخه جوړ شوی دی.
 
په دغه اعلامیه کې ویل شوي چې دغه ترمینل په معیاري او اساسي ډول د هزاره جاتو د موټرو د تمځایونو د ادغام او د کابل په لویدیځ او دشت برچي په سیمو کې د ګڼې ګوڼې د کمولو په موخه د وزارت د قرارداد پر اساس جوړ شوی دی.
 
اعلامیه زیاتوي چې د همکارۍ او بدلون په برخه کې کلک هوډ شته او په پام کې ده چې دغه ترمینل ډېر ژر د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت او اړوندو بنسټونو له خوا پرانیستل شي او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
 
دغه راز د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارواکي وايي، له دغه ترمینل څخه په ګټې اخیستنې سره په دشت برچي کې ټول هغه تمځایونه راټول شوي او د کابل د لویدیځو سیمو مسافر کولای شي چې له دغه ترمینل څخه ولایتونو ته سفر وکړي.
 
دیادوني وړ ده، چې د برچي ميدان په بېلابېلو سيمو کې د جاغوري، باميان، غزني، دايکنډي او بهسودو تمځایونه رامنځته شوي، چې له امله يې په ياده سيمه کې عامه لاره تړل شوې ده.
 
https://avapress.com/vdcdns0x5yt09f6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته