دخپریدو نیټه :دوشنبه ۵ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۵۰
د مطلب کود : 262930
د کابل - غزني لاره؛ د مرګ له لویې لارې څخه خوندي لارې ته
د کابل - غزني پر لویه لار یو شمېر مسافرین وايي، چې پر دې لویه لاره د جګړو او ناامنیو د نه شتون له امله په ډاډه زړه تګ راتګ کوي. ځايي چارواکي هم وايي، چې پر دې لويه لاره بشپړ امنيت دى او خلک د شپې پر مهال تګ راتګ کولى شي. په داسې حال کې چې دغه لاره پخوا د مرګ د لويې لارې په نوم يادېده.
افغان غږ خبری آژانس - غزنی: اسحاق اخندزاده؛ د غزني والي وايي، د اوس لپاره پر لويو لارو او په ځانګړې توګه د کابل - غزني پر لويه لاره بشپړ امنيت دى او مسافر د شپې پر مهال هم په ډاډه زړه تګ راتګ کولى شي او د جګړې د نه شتون تر څنګ په دې لويه لاره غلاوې هم کمې شوې دي.
 
يو شمېر موټر چلوونکي او مسافر هم وايي، چې د جګړې د نه شتون له امله پر دې لويه لاره په خوندي ډول تګ راتګ کوي.
 
خلیل الرحمن چې په روان کال کې یې څو ځلې د کابل - غزني پر لویه لاره تګ راتګ کړی، د دې لویې لارې د اوسني امنیت په اړه افغان غږ خبری آژانس ته وویل: د جمهوري ریاست په دوره کې د پوستو او د امنیتي ځواکونو د کاروانونو د تېرېدو له کبله پخواني حکومت د کابل - غزني پر لویه لار هره ورځ په ځانګړي ډول په وردګو ولایت کې جګړه کوله او په دې لویه لاره تګ راتګ کوونکي خپل منزل ته د رسیدو هیله نه درلوده. خو د اوس لپاره په دې لويه لاره کې ناامني او جګړه نشته او په دې لويه لاره کې غله هم ډېر فعال نه دي.
 
د حفيظ په نامه يو موټر چلوونکى چې له څو کلونو راهيسې په دې لويه لاره تګ راتګ کوي هم افغان غږ خبری آژانس ته وويل چې په دې لويه لاره کې بشپړ امنيت دى او د شپې پر مهال هم په دې لويه لاره مسافرين په ډاډه زړه تګ راتګ کوي.
 
د يادونې وړ ده، چې د جمهوري رياست په دوره کې هم پر دې لويه لاره ماينونه اېښودل شوي او هره ورځ د پخوانيو دولتي ځواکونو پر کاروانونو بريدونه کېږي، چې له څو کلونو راهيسې پر دې لويه لاره ګڼ شمېر مسافر مړه او ټپيان شوي دي.
 
https://avapress.com/vdchxiniv23n-wd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته