دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۲۰
د مطلب کود : 262678
د کابل طبي پوهنتون د فزیوتراپي څانګه پرانیستل شوه
د کابل د طبي علومو پوهنتون چارواکي وايي، د افغانستان د فزيوتراپي ټولنې، د سره صليب نړيوالې کمېټې او د لوړو زده کړو وزارت په همکارۍ يې د دوه ميليونه افغانيو په لګښت د دغه پوهنتون د فزيوتراپي څانګه پرانېستې ده. دوی له ملي او نړیوالو بنسټونو هم غوښتي چې په دې برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کابل د طبي علومو په پوهنتون کې د فزیوتراپي څانګه پرون ماښام (قوس ۲۹) د کابل د طبي علومو پوهنتون د چارواکو، استادانو او د افغانستان د فزیوتراپي ټولنې په حضور کې پرانیستل شوه.
 
د کابل د طبي علومو پوهنتون چارواکي وايي، د فزيوتراپي څانګه د افغانستان د فزيوتراپي ټولنې، د سره صليب نړيوالې کمېټې او د لوړو زده کړو وزارت په همکارۍ د دوه ميليونه افغانيو په لګښت جوړه شوه.
 
په ورته وخت کې د کابل د طبي علومو پوهنتون علمي مرستیال نجیب الله امرخېل وايي، د اسلامي هجري لمریز کال د کانکور په ازموینه کې اته پنځوس تنه په ځانګړې توګه ښځې په دې برخه کې بریالي شوي دي.
 
امرخېل وويل: موږ وتوانېدو چې د دې څانګې د لومړي کال لپاره کابو ٨٥ محصلين جذب کړو، له دې څانګې څخه به د ليسانس فارغان په څلورو کلونو او اتو سمسترونو کې تدريس کېږي، چې د کابل طبي پوهنتون د اړتيا له مخې په کې ښځينه او نارينه محصلين زده کړې کوي.
 
په همدې حال کې د اسلامي امارت د پوهنې وزارت پرون اعلان وکړ چې تر راتلونکي خبرتیا پورې به ټول دولتي او خصوصي پوهنتونونه د نجونو پر مخ تړلي وي.
 
له بلې خوا د علي آباد د ښوونیز روغتون مشر له ملي او نړیوالو بنسټونو غوښتي چې د دې برخې د پراختیا لپاره له افغانستان سره مرسته وکړي.
 
د علي آباد د ښوونيز روغتون رييس عبدالمطلب شينواري وويل: موږ په دې برخه کې کمښت لرو، له نړيوالو بنسټونو څخه غوښتنه کوم چې په دې برخه کې له موږ سره مرسته وکړي.
 
د کابل د طبي علومو پوهنتون رئیس فضل الرحمن رحماني وویل: موږ دې څانګې ته د علي آباد په تدریسي روغتون کې مناسب ځای ورکړی او له دې وروسته به د فزیوتراپي ټول خدمات د محصلینو د خدمتونو په څانګه او د روزنې په څانګه کې ترسره شي.
 
  نوموړي وويل، چې دغه څانګه د فزيوتراپي ناروغانو د درملنې په موخه پرانيستل شوې او د علي اباد ښوونيز روغتون خدمات به د معمول په څېر دوام وکړي.
 
په ورته وخت کې د افغانستان د فزیوتراپي ملي ټولنه له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي چې د فزیوتراپي سکتور ته لا پراختیا ورکړي.
 
د افغانستان د فزیوتراپي ټولنې رئیس محمد شاکر احمدي وویل: زموږ غوښتنه د لوړو زده کړو وزارت څخه دا ده چې د علي آباد په روغتون کې د فیزیوتراپي په څانګه کې یو لوی ځای جوړ کړي.
 
  هغه يوازې د فزيوتراپي د يوې څانګې پرانيستل کافي نه وبلل او ويې ويل، چې د فزيوتراپي د نورو څانګو پرانېستلو ته اړتيا ده.
 
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان د فزيوتراپي ټولنې د شمېرو پر بنسټ اوسمهال په ټول هېواد کې ۱۵۰۰ کسان د فزيوتراپي په برخه کې په کار بوخت دي.
 
https://avapress.com/vdcgux9x7ak9334.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته