د کندز او فاریاب ولایتونو د کرنې ریاست چارواکي وايي، په کندز کې تر ۵۰۰ ډېر څاروي او په فاریاب کې تر ۷۰۰ ډېر څاروي د سختې یخنۍ له امله تلف شوي دي.
په کندز او فاریاب کې د یخنۍ له امله سلګونه څاروي له منځه تللي دي
27 جدی 1401 ساعت 10:44
د کندز او فاریاب ولایتونو د کرنې ریاست چارواکي وايي، په کندز کې تر ۵۰۰ ډېر څاروي او په فاریاب کې تر ۷۰۰ ډېر څاروي د سختې یخنۍ له امله تلف شوي دي.
آوا: د فاریاب د کرنې ریاست رئیس نورالهدا متوکل آوا ته وویل: د سختې یخنۍ له امله په چغازي ولسوالۍ کې ۶۷۴ څاروي تلف شوي او ۱۱۵ نور په کوهستانات ولسوالی کې تلف شوي دي.
همدارنګه د کندز ولایت چارواکو آوا ته وویل چې د سړې هوا له امله د کندز په علي آباد ولسوالۍ کې ۵۶۱ څاروي تلف شوي دي.
د دوی په خبره، که مرکزي دولت د کروندګرو ستونزو ته پاملرنه ونه کړي، په دې ولسوالۍ کې به د مالدارانو ته به ډیر تاوان ورسیږی.
په همدې حال کې په سرپل او بادغیس کې د وروستۍ یخنۍ له امله زرګونه څاروي له منځه تللي دي.
د مطلب کود: 263915