افغان غږ خبری آژانس: د فاریاب د کرنې ریاست رئیس نورالهدا متوکل
افغان غږ خبری آژانس ته وویل: د سختې یخنۍ له امله په چغازي ولسوالۍ کې ۶۷۴ څاروي تلف شوي او ۱۱۵ نور په کوهستانات ولسوالی کې تلف شوي دي.
همدارنګه د کندز ولایت چارواکو
افغان غږ خبری آژانس ته وویل چې د سړې هوا له امله د کندز په علي آباد ولسوالۍ کې ۵۶۱ څاروي تلف شوي دي.
د دوی په خبره، که مرکزي دولت د کروندګرو ستونزو ته پاملرنه ونه کړي، په دې ولسوالۍ کې به د مالدارانو ته به ډیر تاوان ورسیږی.
په همدې حال کې په سرپل او بادغیس کې د وروستۍ یخنۍ له امله زرګونه څاروي له منځه تللي دي.