کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان کرکټ بورډ له پاکستان سره د دوستانه لوبو د ترسره کولو غوښتنه وکړه

27 جدی 1401 ساعت 12:33

د اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډلې سره د لوبې لغوه کولو وروسته د دغه هېواد کرکټ بورډ له پاکستانه غوښتي چې د افغانستان له کرکټ ملي لوبډلې سره لوبې وکړي.


آوا - کابل: د افغانستان کرکټ بورډ د پاکستان له کرکټ بورډ سره په تماس کې هیله څرګنده کړې چې د دغه هیواد لوبډله به په راتلونکې مارچ میاشت کې د افغانستان له لوبډلې سره د دریو یو ورځنیو لوبو لړۍ ترسره کړي.
 
د پاکستان کرکټ بورډ ویلي چې د افغانستان کرکټ بورډ په غوښتنه به بیا کتنه وکړي.
 
ټاکل شوې وه چې د افغانستان او اسټرالیا لوبډلو ترمنځ درې یو ورځنۍ لوبې راتلونکې مارچ میاشت کې ترسره شي، خو د اسټرالیا کرکټ بورډ په افغانستان کې د ښځو پر تعلیم، کار او ورزش د اسلامي امارت د بندیزونو په اعتراض کې لغوه کړې.
 
د هېواد د کرکټ بورډ د مطبوعاتي څانګې مسئول عبدالله پکتیاوال وايي، د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رئیس میرویس اشرف د هند، سریلانکا او یو شمېر نورو هېوادونو د کرکټ بورډونو له رئیسانو سره هم وکتلي.
 


د مطلب کود: 263930

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/263930/د-افغانستان-کرکټ-بورډ-له-پاکستان-سره-دوستانه-لوبو-ترسره-کولو-غوښتنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com