کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سړې هوا په جوزجان کې ۱۸ کسان وژلي او زرګونه څاروي یې له منځه وړي دي

28 جدی 1401 ساعت 10:08

د جوزجان سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې وروستۍ سړې هوا ۱۸ کسان وژلي او تر ۱۶ زره ډېر څاروي یې له منځه وړي دي.


آوا - مزارشریف: د جوزجان د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالستار حلیمي نن چهارشنبه د  جدی په ۲۸ مه، آوا ته وویل: په وژل شویو کې ۹ نارینه، ۵ ښځې او ۴ ماشومان شامل دي.
 
د هغه په ​​وينا، د دې پېښې قربانيان د اچې، خانقاه او خماب ولسواليو اوسېدونکي دي.
 
حليمي زياته کړه، چې د دغه ولايت په لسو ولسواليو کې ١٥٦٩٠ وزې او پسونه، ٩٩٩ غواګانې او ٣٠ اوښان له منځه تللي دي.
 
دا په داسې حال کې ده چې پرون د اسلامي امارت چارواکو اعلان وکړ چې د تېرې اوونۍ د سړې هوا له امله ۲۶ تنه مړه شوي دي.
 
دغه راز په ټول هېواد کې زرګونه څاروي له منځه تللي او د هېواد اوسېدونکو ته يې درانه زيانونه اړولي دي.
 


د مطلب کود: 263964

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/263964/سړې-هوا-په-جوزجان-کې-۱۸-کسان-وژلي-او-زرګونه-څاروي-یې-له-منځه-وړي-دي

آوا
  https://www.avapress.com