دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۸ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۰۸
د مطلب کود : 263964
سړې هوا په جوزجان کې ۱۸ کسان وژلي او زرګونه څاروي یې له منځه وړي دي
د جوزجان سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې وروستۍ سړې هوا ۱۸ کسان وژلي او تر ۱۶ زره ډېر څاروي یې له منځه وړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د جوزجان د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالستار حلیمي نن چهارشنبه د  جدی په ۲۸ مه، افغان غږ خبری آژانس ته وویل: په وژل شویو کې ۹ نارینه، ۵ ښځې او ۴ ماشومان شامل دي.
 
د هغه په ​​وينا، د دې پېښې قربانيان د اچې، خانقاه او خماب ولسواليو اوسېدونکي دي.
 
حليمي زياته کړه، چې د دغه ولايت په لسو ولسواليو کې ١٥٦٩٠ وزې او پسونه، ٩٩٩ غواګانې او ٣٠ اوښان له منځه تللي دي.
 
دا په داسې حال کې ده چې پرون د اسلامي امارت چارواکو اعلان وکړ چې د تېرې اوونۍ د سړې هوا له امله ۲۶ تنه مړه شوي دي.
 
دغه راز په ټول هېواد کې زرګونه څاروي له منځه تللي او د هېواد اوسېدونکو ته يې درانه زيانونه اړولي دي.
 
https://avapress.com/vdcfvmd0jw6dv1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته