کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

متقي د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ د اړیکو پر ښه والي ټینګار وکړ

28 جدی 1401 ساعت 14:17

دبهرنيو چارو سرپرست وزير امير خان متقي د اندونيزيا دبهرنيو چارو له وزيري ریتنو مرسودی سره په ټيلفوني خبرو کې ددواړو هيوادونو ترمنځ داړيکو په پراختيا ټينګار وکړ .


آوا: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن (جدی ۲۸) یو خبر خپور کړی او ویلي یې دي چې د هېواد د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقی د اندونیزیا د خاجه وزیرې میرمن ریتنو مرسودی سره ټیلیفوني اړیکه نیول شوې ده.
 
د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیر د بهرنیو چارو وزارت پر سړک د وروستۍ چاودنې او د دغه وزارت د یو شمېر کارکوونکو پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې ده.
 
په دې ټیلیفوني خبرو کې دواړو لورو پر یو شمېر نورو مسایلو هم خبرې وکړې.
 
له بلې خوا دبهرنيو چارو وزارت سرپرست اميرخان متقي له ميرمن مرسودي څخه دمرستو له امله مننه وکړه او دواړو لورو ددواړو هيوادونو ترمنځ داړيکو په ښه والي ټينګار وکړ .
 


د مطلب کود: 263987

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/263987/متقي-د-افغانستان-او-اندونیزیا-ترمنځ-اړیکو-پر-ښه-والي-ټینګار-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com