دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۸ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۱۷
د مطلب کود : 263987
متقي د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ د اړیکو پر ښه والي ټینګار وکړ
دبهرنيو چارو سرپرست وزير امير خان متقي د اندونيزيا دبهرنيو چارو له وزيري ریتنو مرسودی سره په ټيلفوني خبرو کې ددواړو هيوادونو ترمنځ داړيکو په پراختيا ټينګار وکړ .
افغان غږ خبری آژانس: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن (جدی ۲۸) یو خبر خپور کړی او ویلي یې دي چې د هېواد د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقی د اندونیزیا د خاجه وزیرې میرمن ریتنو مرسودی سره ټیلیفوني اړیکه نیول شوې ده.
 
د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیر د بهرنیو چارو وزارت پر سړک د وروستۍ چاودنې او د دغه وزارت د یو شمېر کارکوونکو پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې ده.
 
په دې ټیلیفوني خبرو کې دواړو لورو پر یو شمېر نورو مسایلو هم خبرې وکړې.
 
له بلې خوا دبهرنيو چارو وزارت سرپرست اميرخان متقي له ميرمن مرسودي څخه دمرستو له امله مننه وکړه او دواړو لورو ددواړو هيوادونو ترمنځ داړيکو په ښه والي ټينګار وکړ .
 
https://avapress.com/vdcaaenu049nio1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته