کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بدخشان کې يو موټر د امو سیند ته لويدلى؛ ۱۳ کسان ډوب شوي

1 دلو 1401 ساعت 13:30

د بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په میمنې ولسوالۍ کې د یوه لینډ کروزر ډوله موټر په امو سیند کې د غرقېدو له امله ۱۳ تنه مړه شوي دي.


آوا - د بدخشان د والي مرستیال نثار احمد احمدي آوا ته وویل، چې دغه پیښه نن سهار ۹ بجې د میامې ولسوالۍ په «شاجه ګون» سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
 
هغه زياته کړه، دغه موټر چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٣ تنه سپاره وو، له فيض آباد څخه د نسي ولسوالۍ پر لور روان و، چې د ميمنې په ولسوالۍ کې په سمندر کې لوېدلى دى.
 
د بدخشان د والي د مرستیال په خبره، د پېښې له وخته تراوسه پوری (د ماسپښین ۱:۵۰ بجې) موټر او په هغې کې سپاره کسان نه دي را ایستل شوي او د ژغورلو هېڅ امکان نشته.
 
په بدخشان کې تخریب شوي سړکونه او د موټر چلوونکو بې احتیاطي تل د ترافیکي پېښو لامل شوي او د دغه ولایت اوسېدونکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
 


د مطلب کود: 264080

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264080/په-بدخشان-کې-يو-موټر-د-امو-سیند-ته-لويدلى-۱۳-کسان-ډوب-شوي

آوا
  https://www.avapress.com