کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان او ایران چارواکو په هرات کې د برېښنا د نشتوالي ستونزه وڅېړله

2 دلو 1401 ساعت 11:21

د هرات والي، د دغه ولایت د برېښنا شرکت رئیس، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او په هرات کې د ایران د اسلامي جمهوریت قونسل جنرال د یوې غونډې په ترڅ کې له ایران څخه د وارداتي برېښنا د کموالي د ستونزو د حل پر لارو چارو خبرې وکړې.


آوا - هرات: په دې کتنه کې د هرات والي شیخ نوراحمد اسلام جار د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا او د امکان تر حده د امکاناتو په رامنځته کولو او خلکو ته د برښنا د غوره خدمتونو په وړاندې کولو باندې ټینګار وکړ.
 
د هرات والي دغه راز په هرات کې د ايران د اسلامي جمهوريت له قونسل سره په ژمي کې د دغه ولايت د اوسېدونکو اندېښنې شريکې کړې.
 
له بلې خوا په هرات کې د ايران داسلامي جمهوريت قونسل محمد صديقيار هم د کلتوري، ټولنيزو او اقتصادي اړيکو په ټينګښت باندې د ټينګار ترڅنګ هرات ته د بريښنا په وارداتو هم ټينګار وکړ.
 
ده وويل: په هرات ولايت کې دبريښنا دکمښت ستونزه به دخپل هيواد له مسئولينو سره شريکه کړي او دقانون له مخې به يې دحل لپاره اقدام وکړي .
 
ویل کېږي، چې د سختې سړې هوا له امله هرات ولایت ته له ایران څخه د وارداتي برېښنا اندازه له ۱۱۰ مېګاواټو څخه ۴۰ مېګاواټو ته راټیټه شوې، چې ښاریانو ته یې ګڼې ستونزې را ولاړې کړي دي.
 


د مطلب کود: 264124

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264124/د-افغانستان-او-ایران-چارواکو-په-هرات-کې-برېښنا-نشتوالي-ستونزه-وڅېړله

آوا
  https://www.avapress.com