کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له ترکمنستان څخه د وارداتي برېښنا موده د یوه بل کال لپاره وغځول شوه

4 دلو 1401 ساعت 10:56

د برېښنا شرکت (برښنا) ویلي، چې له ترکمنستان څخه افغانستان ته د وارداتي برېښنا موده تر ۲۰۲۳ کال پورې غځول شوې ده.


آوا - کابل: د برښنا شرکت (برشنا) تېره شپه (دلو ۳) وویل چې له ترکمنستان څخه افغانستان ته د وارداتی برښنا موده تر ۲۰۲۳ کال پورې غځول شوې ده.
 
د دغه شرکت د معلوماتو له مخې، له ترکمنستان څخه د وارداتي برېښنا د غځولو تړون د دوشنبې په ورځ (دلو ۳) په عشق آباد کې لاسلیک شو.
 
برشنا له ترکمنستان څخه د وارداتي برېښنا د اندازې په اړه څه ونه ویل. له ازبکستان سره هم مهاله دغه هېواد د افغانستان ډېرې برخې ته برېښنا ورکوي.
 
اسلامي امارت په دې وروستیو کې له ازبکستان او تاجکستان سره قرارداد تمدید کړی دی.
 
له دې سره سره ازبکستان د افغانستان برېښنا پرې کړې، چې په دې وروستیو کې یې ویلي چې د چهارشنبې په ورځ (دلو ۵) به برېښنا بېرته وصل کړي. دا مهال کابل او یو شمېر ولایتونه د برېښنا له کمښت سره مخ دي.
 


د مطلب کود: 264228

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264228/له-ترکمنستان-څخه-د-وارداتي-برېښنا-موده-یوه-بل-کال-لپاره-وغځول-شوه

آوا
  https://www.avapress.com