کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د نشه يي توکو د قاچاق په تور شپږ تنه نيول شوي

6 دلو 1401 ساعت 10:48

د کورنیو چارو وزارت وايي، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په لغمان، خوست او هرات ولایتونو کې ۴ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې او د نشه يي توکو د پلور په تړاو یې ۶ تنه نیولي دي.


آوا - کابل: د کورنیو چارو وزارت نن په یوه ټوېټ کې ویلی چې په لغمان ولایت کې د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو څلور جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې ده.
 
د کورنیو چارو وزارت لیکلي، چې ۵ تنه په خوست او بل په هرات کې د نشه يي توکو د پلور په تور نیول شوي دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د ننګرهار ولايت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليسو ۲۲ جريبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړه.
 
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان د اسلامي امارت مشر ملاهبت الله اخندزاده شاوخوا اته مياشتې وړاندې په هېواد کې د نشه يي توکو پر کښت، قاچاق او پلور بنديز ولګاوه.
 


د مطلب کود: 264357

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264357/د-هېواد-په-بېلابېلو-ولايتونو-کې-نشه-يي-توکو-قاچاق-تور-شپږ-تنه-نيول-شوي

آوا
  https://www.avapress.com