دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۶ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۴۸
د مطلب کود : 264357
د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د نشه يي توکو د قاچاق په تور شپږ تنه نيول شوي
د کورنیو چارو وزارت وايي، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په لغمان، خوست او هرات ولایتونو کې ۴ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې او د نشه يي توکو د پلور په تړاو یې ۶ تنه نیولي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت نن په یوه ټوېټ کې ویلی چې په لغمان ولایت کې د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو څلور جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې ده.
 
د کورنیو چارو وزارت لیکلي، چې ۵ تنه په خوست او بل په هرات کې د نشه يي توکو د پلور په تور نیول شوي دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د ننګرهار ولايت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليسو ۲۲ جريبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړه.
 
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان د اسلامي امارت مشر ملاهبت الله اخندزاده شاوخوا اته مياشتې وړاندې په هېواد کې د نشه يي توکو پر کښت، قاچاق او پلور بنديز ولګاوه.
 
https://avapress.com/vdccp0qim2bqe18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته