کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سختو واورو ورېدل د سالنګ لویه لار د ترافیکو پرمخ تړلې ده

10 دلو 1401 ساعت 11:21

د اسلامي امارت د فواید عامې وزارت اعلان کړی چې د سالنګ لویه لار د سختو واورو او توپان له امله تړل شوې ده او دغه وزارت له ښاریانو غوښتي چې تر بل خبرتیا پورې دې د سالنګ پر لویه لار تګ راتګ نه کوي.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د فواید عامې وزارت د یکشنبې په شپه (دلو ۹) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د سالنګونو د ساتنې او مراقبت ریاست مسؤلین د لویو لارو د موټرو د تګ راتګ په موخه تصفیه کوي.
 
د فواید عامې وزارت له خلکو غوښتي چې تر بل خبرتیا پورې دې د سالنګ پر لویه لار تګ راتګ نه کوي.
 
د سالنګ لویه لاره یوه ستراتیژیکه لار ده چې کابل د هېواد له شمال سره نښلوي.
 
دغه لویه لاره کله ناکله په ژمي کې د واورې د ورښت له امله تړل کیږي.
 
له پرون راهیسې د کابل په ګډون په سالنګ او د هېواد په نورو سیمو کې واوره وریږي.
 
د اسلامي امارت د فواید عامې وزارت له هیوادوالو غوښتي چې په سختو لارو د تګ راتګ پر مهال ترافیکي اصول مراعات کړي.
 


د مطلب کود: 264578

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264578/د-سختو-واورو-ورېدل-سالنګ-لویه-لار-ترافیکو-پرمخ-تړلې-ده

آوا
  https://www.avapress.com