کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ایران د بهرنۍ پانګونې سازمان مشر:

افغانستان په ایران کې د پانګونې په برخه کې پنځم ځای لري

11 دلو 1401 ساعت 13:47

د ايران د بهرنۍ پانګونې د سازمان مشر وويل: افغانستان په ايران کې د پانګونې په برخه کې پنځم مقام لري. د دغه ایراني چارواکي په وینا، د افغان پانګوالو د اقتصادي پلانونو ارزښت له ۲۰۰ میلیونو ډالرو ډېر دی.


آوا: د ایران د بهرنۍ پانګونې د موسسې مشر ډاکټر علی فکری وویل: افغانستان په تیر یو نیم کال کښې په ایران کښې د بهرنۍ پانګونې له اړخه پنځم مقام خپل کړی دی.
 
ډاکټر فکري زیاته کړه: "موږ د ګډون او پانګونې لپاره د افغانستان لپاره د راستنېدو لومړني پلانونه تعریف کړي دي او دا مهال د ایران د صنعت او کانونو سکتور د ۲۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د افغانستان د پانګوالو کوربه دی."
 
د ایران د بهرنۍ پانګونې د سازمان مشر له افغانستان سره د تصفیې او ګډو اقتصادي زونونو د جوړولو په اړه وویل: موږ د دغو پلانونو د عملي کولو لپاره خبرې اترې کوو.
 
ده څرګنده کړه: هغه تشويقونه چې دبهرنيو پانګوالو لپاره دي چې پانګه اچوونکو ته له دريو څخه تر پنځو کلونو پورې د استوګنې اجازه ورکول کيږي.
 


د مطلب کود: 264669

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264669/افغانستان-په-ایران-کې-د-پانګونې-برخه-پنځم-ځای-لري

آوا
  https://www.avapress.com