کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا د اسلامي امارت د چارواکو لپاره د ویزو په ورکولو نوي بندیزونه ولګول

14 دلو 1401 ساعت 16:50

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اسلامي امارت چارواکو ته د ویزو په ورکولو نوي محدودیتونه اعلان کړل.


آوا: CNN راپور ورکړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه اقدام د دلو په ۱۲مه کړی دی.
 
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د غیر دولتي امنیتي سازمانونو او ډلو ځینو غړو ته د ویزو په ورکولو نوي بندیزونه هم شامل دي.
 
د اسلامي امارت د هغو غړیو د نومونو او شمیر په اړه چې د ویزې له محدودیتونو سره مخ دي په اړه یې معلومات نه دي ورکړل شوي.


د مطلب کود: 264856

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264856/امریکا-د-اسلامي-امارت-چارواکو-لپاره-ویزو-په-ورکولو-نوي-بندیزونه-ولګول

آوا
  https://www.avapress.com