دخپریدو نیټه :جمعه ۱۴ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۵۰
د مطلب کود : 264856
امریکا د اسلامي امارت د چارواکو لپاره د ویزو په ورکولو نوي بندیزونه ولګول
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اسلامي امارت چارواکو ته د ویزو په ورکولو نوي محدودیتونه اعلان کړل.
افغان غږ خبری آژانس: CNN راپور ورکړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه اقدام د دلو په ۱۲مه کړی دی.
 
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د غیر دولتي امنیتي سازمانونو او ډلو ځینو غړو ته د ویزو په ورکولو نوي بندیزونه هم شامل دي.
 
د اسلامي امارت د هغو غړیو د نومونو او شمیر په اړه چې د ویزې له محدودیتونو سره مخ دي په اړه یې معلومات نه دي ورکړل شوي.
https://avapress.com/vdcgnt9x3ak9374.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته