کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان باید منزوي نه شي

15 دلو 1401 ساعت 15:54

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکولسن وايي، د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو لپاره کوم اراده نه لري، خو نه غواړي چې افغانستان منزوي شي.


آوا - کابل: د افغانستان لپاره د اروپایی اتحادیې ځانګړی استازی توماس نیکولسن په یو لړ ټویټونو کې لیکلی، چې د اسلامی امارت په رسمیت پیژندل د میز پر سر نه دی، خو بیا هم دوی نه غواړی چې افغانستان منزوي شي.
 
  نیکولسن لیکلي چې له پاکستاني چارواکو سره په لیدنه کې د افغانستان د خلکو د ګټو لپاره د سیمې او نړیوالې ټولنې د همکاریو پر اړتیا خبرې وشوې.
 
هغه زیاته کړه چې له پاکستاني چارواکو سره یې په نادولتي موسسو کې د ښځو د کار کولو د منع کولو په اړه د کابل د مشرانو د تګلارو د پایلو، د ټول شموله حکومتولۍ پر اړتیا او د افغانانو د حقونو پر خوندیتوب ټینګار کړی دی.
 
توماس نیکولسن دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي ټام ویست لا دمخه افغانستان ته سیمه ییز سفر پیل کړی دی.
 
بايد يادونه وشي چې نړيوالې ټولنې تل په هېواد کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو پر رعايت ټينګار کړى، خو اسلامي امارت تل ويلي چې د ښځو او بشري حقونو ټولو هغو مسايلو ته ژمن دي چې له اسلامي احکامو سره په ټکر کې نه وي.


د مطلب کود: 264896

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264896/افغانستان-باید-منزوي-نه-شي

آوا
  https://www.avapress.com