کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کندهار - دوبۍ الوتنې پیل شوې

16 دلو 1401 ساعت 14:36

دکندهار ولایت سیمه ایز چارواکی وایی، د اسلامی امارت دچارواکو په هڅو دکندهار او دوبۍ ترمنځ الوتنې پیل شوې. د دوی په وینا کام ایر د دې چارې مسئول دی.


آوا: د باختر آژانس د راپور له مخې؛ په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې د احمدشاه بابا نړيوال هوايي ډګر مسئول حافظ عصمت الله وويل، چې د (کام اير) شرکت په همکارۍ يې د کندهار او دوبۍ ترمنځ الوتنې پيل کړې دي.
 
په ورته وخت کې په سوېل لوېديځه حوزه کې د (کام اير) شرکت مشر مولوي نورعلي حيدري وايي، کندهار ډېر سوداګر او کسبګر لري او اړينه ده، چې د کندهار او دوبۍ ترمنځ الوتنې پيل شي.
 
هغه زياته کړه، چې له دې وروسته به له کندهار څخه دوبۍ ته الوتنه د شنبې په ماښام او له دوبۍ څخه کندهار ته د يکشنبې په ورځ پيل شي.
 
د يادونې وړ ده، چې دغه شرکت په پام کې لري، چې په راتلونکي کې د کندهار- ډيلي او کندهار- چين ترمنځ دوه اړخيزه الوتنې پيل کړي.
 


د مطلب کود: 264951

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264951/د-کندهار-دوبۍ-الوتنې-پیل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com