کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هرات کې د اوړو د تولید فابریکه پرانیستل شوه

16 دلو 1401 ساعت 15:32

په هرات ولایت کې د یو سل اتیا ټنو اوړو د ورځني تولید په ظرفیت د اوړو د تولید فابریکه د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست وزیر په حضور کې پرانیستل شوه.


آوا - هرات: د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په هرات ولایت کې د «کوبان هري غنمو» فابریکه پرانیستله.
 
باخترآژانس ته دصنايعو او سوداګرۍ وزارت دمعلوماتو له مخې؛ د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د دغې فابریکې د پرانېستې پر مهال د دې فابریکې له بېلابېلو څانګو څخه لیدنه وکړه او د دې فابریکې له خاوند څخه یې په دې برخه کې د پانګونې له امله مننه وکړه.
 
د یادولو وړ ده چې د "کوبان هري غنمو" فابریکه د هرات د صنعتي پارک په لومړي فاز کې موقعیت لري. د دغې فابریکې په جوړولو یو میلیون دوه سوه زره ډالره لګښت راغلی دی.
 
دغه فابریکه هره ورځ یو سل او اتیا ټنه اوړه تولیدوي او څه باندې اوه سوه کسانو ته یې په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره کړې ده.
 


د مطلب کود: 264966

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264966/په-هرات-کې-د-اوړو-تولید-فابریکه-پرانیستل-شوه

آوا
  https://www.avapress.com