کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د حج او اوقافو وزارت او ترکيې تر منځ د جوماتونو د جوړولو او د څاه کيندلو تفاهم ليک لاسليک شو

17 دلو 1401 ساعت 16:07

د اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، د ترکیې له انستیتوت سره یې د جوماتونو د بیارغاونې او جوړولو او په احاطه کې د ژورو څاګانو د کیندلو په برخه کې د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک کړی دی.


آوا - کابل: د حج او اوقافو وزارت نن دوشنبه (دلو ۱۶) په یو لړ ټویټونو کې لیکلي چې د جوماتونو د بیارغاونې او جوړولو او د دوی په احاطه کې د ژورو څاګانو کیندلو په اړه د ترکيي سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.
 
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، دغه تفاهم لیک په یو فصل او ۱۱ مادو کې لاسلیک شوی، چې له مخې یې د ترکیې انستیتیوت (IHH) له دغه وزارت سره لازمه همکاري کوي.
 
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مالي او اداري معين مولوي عارف الله عارف د دغه تفاهم ليک د لاسليکولو پر مهال د دواړو دوستو او وروڼو هېوادونو ترمنځ همکاري مهمه وبلله او د يادې ادارې د خدمتونو د ستاينې په ترڅ کې يې د مرستې غوښتنه وکړه.
 
په تویتر کې ویل شوي چې یاد بنسټ مکلف دی چې خپل ټول فعالیتونه د افغانستان د اسلامي امارت د قوانینو، تګلارو او طرزالعملونو او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د احکامو مطابق تنظیم کړي.
 
د ترکيې د انسټيټيوټ (IHH) مشر د حج او اوقافو له وزارت سره د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ او ويې ويل، هڅه کوي څو نور مرستندويان په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي.
 
د يادونې وړ ده، چې دغه وزارت تر دې مخکې د افغان حاجيانو لپاره د لازمو اسانتياوو د برابرولو په موخه له يوه سعودي شرکت سره د همکارۍ تفاهم ليک لاسليک کړى و.
 


د مطلب کود: 265032

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/265032/د-حج-او-اوقافو-وزارت-ترکيې-تر-منځ-جوماتونو-جوړولو-څاه-کيندلو-تفاهم-ليک-لاسليک-شو

آوا
  https://www.avapress.com