کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د دفاع وزارت سرپرست په کابل کې د ترکیې له سفیر سره وکتل؛ د اړیکو ټینګول، د خبرو اترو تمرکز

18 دلو 1401 ساعت 10:11

د اسلامي امارت د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد په کابل کې د ترکیې له سفیر جهاد ارګیناي سره وکتل او په دې کتنه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو پر لا پیاوړتیا ټینګار وکړ.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر تیره شپه (دوشنبه، دلو ۱۷) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دغه وزارت له لوی درستیز مولوي محمد یعقوب مجاهد او په کابل کې د ترکیې سفیر جهاد ارګینای سره د لیدنې خبر ورکړی دی.
 
په دې کتنه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړيکو پر پياوړتيا خبرې وکړې.
 
همدارنګه د ملي دفاع وزارت سرپرست په ترکیه کې د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره د خواخوږۍ د څرګندولو په ترڅ کې په دې غمجنه پیښه کې شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا دعا وکړه.
 


د مطلب کود: 265043

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/265043/د-دفاع-وزارت-سرپرست-په-کابل-کې-ترکیې-له-سفیر-سره-وکتل-اړیکو-ټینګول-خبرو-اترو-تمرکز

آوا
  https://www.avapress.com