کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستاني پولیسو ۴۰ افغان کډوال له بنده خوشې کړل

18 دلو 1401 ساعت 11:23

په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت په پاکستان کې د ۴۰ افغان بندیانو د خوشې کولو خبر ورکړی دی.


آوا: په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه کسان په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت او د کډوالو چارو د دفتر په هڅو د پاکستان د سند ایالت له زندان څخه خوشې شوي دي او له زندانه خوشي شوي افغانان به ډېر ژر د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شي.
 
سفارت زیاته کړې، چې د پاکستان په لنډي او پچه زندانونو کې د ۱۶۰ افغان بندیانو د خلاصون لړۍ لا هم تر اداري طرزالعمل لاندې ده او تر دوو دریو ورځو پورې به د اړوندې محکمې له خوا د هغوی د خلاصون حکم صادر شي.
 
په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت وايي، خوشي شوي بندیان به د ترانسپورت له لارې د سپین بولدک سرحد ته انتقال او د کندهار ولایت د کډوالو چارو ریاست ته به وسپارل شي.
 
د يادونې وړ ده، چې په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت او د کډوالو د چارو د وزارت په هلو ځلو په تېره يوه نيمه مياشت کې سلګونه افغانان د پاکستان له زندانونو خوشې او هېواد ته راستانه شوي او د نورو د خلاصون هڅې هم دوام لري.
 


د مطلب کود: 265053

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/265053/پاکستاني-پولیسو-۴۰-افغان-کډوال-له-بنده-خوشې-کړل

آوا
  https://www.avapress.com