کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اسلامي امارت د ترکیې او سوریې له زلزله ځپلو سره ۱۵ میلیونه افغانۍ مرسته وکړه

19 دلو 1401 ساعت 9:52

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د انساني همدردۍ او اسلامي ورورولۍ پر بنسټ به په ترکیه او سوریه کې د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره ۱۵ میلیونه افغانۍ مرسته وکړي.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت تیره شپه (سه شنبه، دلو ۱۸) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له ترکیې سره د ۱۰ میلیونه افغانیو او له سوریې سره د ۵ میلیونه افغانیو د بشري خواخوږۍ او اسلامي ورورولي په اساس د مرستې اعلان وکړ.
 
وزارت زیاته کړه چې د اسلامي امارت د ژغورنې او طبي ټیمونه هم د اړتیا په صورت کې په ترکیه او سوریه کې د ژغورنې په عملیاتو کې د ګډون لپاره چمتو وي.
 
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په ترکیه کې د افغانستان سفارت ته ویلي چې د خپل توان په حدودو کې دې د زلزله ځپلو سره د مرستې په برخه کې له هیڅ راز هڅو ډډه ونه کړي.
 
د یادولو وړ ده چې د تیرو ۲۴ ساعتونو په تیریدو سره ترکیه او سوریه د شدیدو زلزلو شاهدان وو.
 
د دغو زلزلو په پایله کې په ترکیه او سوریه کې لږ تر لږه پنځه زره کسان وژل شوي دي.
 


د مطلب کود: 265120

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/265120/اسلامي-امارت-د-ترکیې-او-سوریې-له-زلزله-ځپلو-سره-۱۵-میلیونه-افغانۍ-مرسته-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com