کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ترکیه کې د سختې زلزلې په پایله کې تر اوسه شاوخوا ۵۹۰۰ تنه مړه شوي دي

19 دلو 1401 ساعت 11:24

په ترکيه او سوريه کې د سختې زلزلې او د مړو او ټپيانو په شمېر کې له زياتوالي وروسته رويټرز خبري اژانس په خپلو تازه شمېرو کې د ترکيې د ولسمشر د مرستيال فوا اوکتې له قوله ليکلي، چې د دوشنبې د ورځې د زلزلې له امله د مړو شويو کسانو شمېر ۵۸۹۴ تنه او د ټپیانو شمیر ۳۴۸۱۰ تنو ته رسیدلي.


آوا - کابل: د ترکیې او سوریې په سرحدي سیمو کې له سختې زلزلې ۴۸ ساعته وروسته رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی چې د قربانیانو شمیر لا هم مخ په زیاتیدو دی.
 
د شمېرو له مخې په ترکیه کې د زلزلې له امله د وژل شوو کسانو شمېر ۵۸۹۴ تنو ته رسېدلی او د ټپیانو شمېر ۳۴۸۱۰ تنو ته رسېدلی دی.
 
د دغه خبري آژانس د خبر له مخې د سوریې حکومت ویلي دي چې د دوشنبې د ورځې په زلزله کې د مړو شمیر لږ تر لږه ۱۹۳۲ تنه دی.
 
د وروستیو شمېرو له مخې په ترکیه او سوریه کې د سه شنبې د ورځې د وروستۍ زلزلې د قربانیانو شمېر تر ۷۸۰۰ تنو رسېدلی دی.
 
ویل کېږي چې د دغې خونړۍ زلزلې ډېری قربانیان لا هم تر خاورو لاندې بند پاتې دي او د مرګ ژوبلې د زیاتېدو احتمال شته.
 


د مطلب کود: 265130

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/265130/په-ترکیه-کې-د-سختې-زلزلې-پایله-تر-اوسه-شاوخوا-۵۹۰۰-تنه-مړه-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com