کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار او نورستان ولایتونو کې نږدې ۱۲ زره کورنی خوراکي توکي ترلاسه کړل

19 دلو 1401 ساعت 15:09

د خوړو نړيوال سازمان يا WFP وايي، په ننګرهار او نورستان ولايتونو کې يې پر ۱۱۹۹۰ بې وزلو او اړمنو کورنيو خوراکي توکي وېشلي دي.


آوا - کابل: د خوړو نړیوال سازمان (WFP) وايي، په ننګرهار ولایت کې یې پر ۹۷۲۳ اړمنو کورنیو خوراکي توکي ویشلي دي.
 
په همدې حال کې دغې موسسې د نورستان ولایت په «دواب» ولسوالۍ کې پر ۲۲۶۷ اړمنو کورنیو خوراکي توکي ویشلي دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم دغې موسسې د تخار ولایت په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې پر اړمنو او بې وزلو خوراکي توکي وېشلي وو.
 
دغې نړیوالې مرستندویه موسسې تر دې مخکې اعلان کړی و، چې د اسیا پراختیايي بانک په مالي مرسته یې په افغانستان کې پر ۲۱ میلیونو خلکو مرستې وېشلې دي.
 
د يادونې وړ ده، چې په هېواد کې د بېوزلۍ او اړتيا د ډېرېدو له امله، ډېرى مرستندويه موسسې له بې وزلو او اړمنو خلکو سره مرستې کوي.
 


د مطلب کود: 265158

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/265158/په-ننګرهار-او-نورستان-ولایتونو-کې-نږدې-۱۲-زره-کورنی-خوراکي-توکي-ترلاسه-کړل

آوا
  https://www.avapress.com