کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جوزجان کې ترافیکي پېښې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

20 دلو 1401 ساعت 9:55

د جوزجان سیمه ییز چارواکي وايي، د جوزجان - بلخ پر لویه لار د یوه سراچه ډوله موټر او بار وړونکي موټر د ټکر له امله څلور تنه وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.


آوا - مزار شریف: کفایت الله متوکل؛ د جوزجان د فيض اباد ولسوالۍ امنيه قوماندان آوا ته وويل: دغه پېښه تېره شپه شاوخوا اووه بجې د فيض آباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې د سه درخت په څلورلارې کې رامنځته شوې ده.
 
د هغه په ​​وينا، دغه پېښه د موټر چلوونکي د بې احتياطۍ او د سراچه موټر د ډېر سرعت له امله رامنځته شوې ده.
 
هغه زياته کړه، چې د دې پېښې ټپيان د جوزجان ولايت د اقچې ولسوالۍ او د شبرغان ښار روغتونونو ته لېږدول شوي او د ټپيانو روغتيايي حالت ښه بلل شوى دى.
 
د جوزجان-بلخ لویه لار په شمال کې یو له خونړیو لویو لارو څخه ده چې تل یې ترافیکي پېښې رامنځ ته کېږي او د هېوادوالو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
 


د مطلب کود: 265172

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/265172/جوزجان-کې-ترافیکي-پېښې-۷-تنو-ته-مرګ-ژوبله-اړولې-ده

آوا
  https://www.avapress.com