کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

متقي د جاپان له سفیر سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پر زیاتوالي ټینګار وکړ

20 دلو 1401 ساعت 11:10

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي په کابل کې د جاپان له سفیر سره وکتل. ویل کېږي چې په دې کتنه کې دواړو لورو پر سیاسي مسایلو، بشري همکاریو او د افغانستان او سیمې پر روانو حالاتو خبرې وکړې.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت پرون (چهارشنبه، دلو ۱۹) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په کابل کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا د افغانستان د اسلامي امارت له بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره وکتل.
 
د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې کتنه کې پر سیاسي مسایلو، بشري همکاریو او د افغانستان او سیمې پر روانو حالاتو خبرې وشوې.
 
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو ټینګار وکړ چې د مثبتو ګامونو په پورته کولو سره به د افغانستان او نړۍ تر منځ ښه تعامل رامنځته شي.
 
د یادولو وړ ده چې تر دې مخکې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقی هم د نړۍ له هیوادونو سره په رغنده تعامل ټینګار کړی و.
 


د مطلب کود: 265191

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/265191/متقي-د-جاپان-له-سفیر-سره-په-کتنه-کې-دواړو-هېوادونو-ترمنځ-همکاریو-پر-زیاتوالي-ټینګار-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com