کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اوکراین له انګلستان څخه د جنګي الوتکو غوښتنه وکړه

21 دلو 1401 ساعت 12:11

د بريتانيا په پارلمان کې د وينا پر مهال د اوکراين ولسمشر له لندن او د دغه هېواد له نورو متحدينو څخه د جنګي الوتکو د ترلاسه کولو غوښتنه وکړه.


آوا: د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي، چې انګلستان ته تللی، د دغه هیواد پارلمان ته د وینا پر مهال له لندن څخه د جنګي الوتکو د ترلاسه کولو غوښتنه وکړه.

 
زیلینسکي د الوتکې هیلمټ د سمبولیک ډالۍ په توګه د اوکراین پیلوټانو لخوا د بریتانیا پارلمان ته وړاندې کړ ترڅو لندن وهڅوي چې کییف ته جنګي الوتکې واستوي.
 
زیلینسکي له بریتانیا او نورو لویدیځو متحدینو څخه وغوښتل چې اوکراین ته جنګي الوتکې واستوي، زه له تاسو او ټولې نړۍ څخه غواړم چې اوکراین ته جنګي الوتکې ورکړي.
 
د یادولو وړ ده چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیس زیلینسکي د روسیې لخوا د ځانګړو پوځي عملیاتو د پیلیدو نه وروسته انګلستان ته د خپل لومړي سفر په ترڅ کې د چهارشنبې په ورځ لندن ته ورسید او پارلمان ته د وینا نه وروسته به د انګلستان د پاچا درېیم چارلس سره وویني.
 
په همدې حال کې د بریتانیا د صدراعظم دفتر اوکراین ته د جنګي الوتکو د استولو په اړه د رسنیو ګنګوسې رد نه کړې.


د مطلب کود: 265252

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/265252/اوکراین-له-انګلستان-څخه-د-جنګي-الوتکو-غوښتنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com