دخپریدو نیټه :جمعه ۲۱ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۱۱
د مطلب کود : 265252
اوکراین له انګلستان څخه د جنګي الوتکو غوښتنه وکړه
د بريتانيا په پارلمان کې د وينا پر مهال د اوکراين ولسمشر له لندن او د دغه هېواد له نورو متحدينو څخه د جنګي الوتکو د ترلاسه کولو غوښتنه وکړه.
افغان غږ خبری آژانس: د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي، چې انګلستان ته تللی، د دغه هیواد پارلمان ته د وینا پر مهال له لندن څخه د جنګي الوتکو د ترلاسه کولو غوښتنه وکړه.
 
زیلینسکي د الوتکې هیلمټ د سمبولیک ډالۍ په توګه د اوکراین پیلوټانو لخوا د بریتانیا پارلمان ته وړاندې کړ ترڅو لندن وهڅوي چې کییف ته جنګي الوتکې واستوي.
 
زیلینسکي له بریتانیا او نورو لویدیځو متحدینو څخه وغوښتل چې اوکراین ته جنګي الوتکې واستوي، زه له تاسو او ټولې نړۍ څخه غواړم چې اوکراین ته جنګي الوتکې ورکړي.
 
د یادولو وړ ده چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیس زیلینسکي د روسیې لخوا د ځانګړو پوځي عملیاتو د پیلیدو نه وروسته انګلستان ته د خپل لومړي سفر په ترڅ کې د چهارشنبې په ورځ لندن ته ورسید او پارلمان ته د وینا نه وروسته به د انګلستان د پاچا درېیم چارلس سره وویني.
 
په همدې حال کې د بریتانیا د صدراعظم دفتر اوکراین ته د جنګي الوتکو د استولو په اړه د رسنیو ګنګوسې رد نه کړې.
https://avapress.com/vdchmmnii23n-id.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته