کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

تاوتریخوالی د هیچا په ګټه نه دی او خبرې اترې د افغانستان د حل لاره ده

23 دلو 1401 ساعت 11:57

په افغانستان کې د برتانیې د سفارت شارژدافیر هوګو شارټر په افغانستان کې د خپل ماموریت په پای کې وویل چې په دغه هیواد کې له څلور لسیزو جګړو وروسته نور تاوتریخوالی د هیچا په ګټه نه دی او له طالبانو سره د خبرو اترو د پیلیدو غوښتنه کوي.


آوا - کابل: په افغانستان کې د برتانیې د سفارت شارژدافیر هوګو شارټر په افغانستان کې د خپل ماموریت په پای کې په یو لړ ټویټونو کې لیکلي چې په افغانستان کې بې ثباتي او داخلي شخړې به د ژورې بشري ناورین لامل شي او د داعش بیا را ژوندی کولو سبب شي.
 
نوموړي زیاته کړې، چې د ۲۰۲۱ کال له پیله تر اوسه برتانیا له افغانستان سره له ۶۰۰ میلیونو ډالرو ډېرې بشري مرستې کړې دي.
 
د بريتانيا د سفارت پخواني شارژدافير په دې وروستيو کې په افغانستان کې سوله او ثبات د سيمې د ټولو هېوادونو په ګټه بللى دى.
 
په همدې حال کې په افغانستان کې د برتانیا د سفارت د شارژدافیر په توګه د هوګو شارټر دنده پای ته رسېدلې ده.
 


د مطلب کود: 265333

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/265333/تاوتریخوالی-د-هیچا-په-ګټه-نه-دی-او-خبرې-اترې-افغانستان-حل-لاره-ده

آوا
  https://www.avapress.com