دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۵۷
د مطلب کود : 265333
تاوتریخوالی د هیچا په ګټه نه دی او خبرې اترې د افغانستان د حل لاره ده
په افغانستان کې د برتانیې د سفارت شارژدافیر هوګو شارټر په افغانستان کې د خپل ماموریت په پای کې وویل چې په دغه هیواد کې له څلور لسیزو جګړو وروسته نور تاوتریخوالی د هیچا په ګټه نه دی او له طالبانو سره د خبرو اترو د پیلیدو غوښتنه کوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په افغانستان کې د برتانیې د سفارت شارژدافیر هوګو شارټر په افغانستان کې د خپل ماموریت په پای کې په یو لړ ټویټونو کې لیکلي چې په افغانستان کې بې ثباتي او داخلي شخړې به د ژورې بشري ناورین لامل شي او د داعش بیا را ژوندی کولو سبب شي.
 
نوموړي زیاته کړې، چې د ۲۰۲۱ کال له پیله تر اوسه برتانیا له افغانستان سره له ۶۰۰ میلیونو ډالرو ډېرې بشري مرستې کړې دي.
 
د بريتانيا د سفارت پخواني شارژدافير په دې وروستيو کې په افغانستان کې سوله او ثبات د سيمې د ټولو هېوادونو په ګټه بللى دى.
 
په همدې حال کې په افغانستان کې د برتانیا د سفارت د شارژدافیر په توګه د هوګو شارټر دنده پای ته رسېدلې ده.
 
https://avapress.com/vdchxmnix23n-xd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته