کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستان افغان اتباعو ته د ویزي ورکول بند کړي دي

24 دلو 1401 ساعت 10:00

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې تر بل خبرتیا پورې به افغان اتباعو ته ویزې نه ورکوي.


آوا: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ (دلو ۲۳) په ۱۱ هیوادونو کې خپلو سفارتونو او قونسلګریو ته امر کړی چې تر راتلونکې خبرتیا پورې دې افغانانو ته ویزي نه ورکوي.
 
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دغه حکم په بریتانیا، هسپانیا، ایټالیا، جرمني، یونان، اتریش، سویس، فرانسه، ډنمارک، ناروې، بلجیم او ایرلنډ کې د دغه هېواد سفارتونو او قونسلګریو ته ورکړی دی.
 
خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دې پرېکړې لامل نه دی څرګند.
 
په همدې حال کې پر ټولنیزو رسنیو خپاره شوي بیان د پاکستان له لوري نه تایید شوی او نه هم رد شوی.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړيکې ترينګلې شوې او په دې وروستيو کې پاکستاني ځواکونو په دغه هېواد کې د افغان اتباعو نيول پيل کړي دي.
 


د مطلب کود: 265386

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/265386/پاکستان-افغان-اتباعو-ته-د-ویزي-ورکول-بند-کړي-دي

آوا
  https://www.avapress.com