دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۰۰
د مطلب کود : 265386
پاکستان افغان اتباعو ته د ویزي ورکول بند کړي دي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې تر بل خبرتیا پورې به افغان اتباعو ته ویزې نه ورکوي.
افغان غږ خبری آژانس: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ (دلو ۲۳) په ۱۱ هیوادونو کې خپلو سفارتونو او قونسلګریو ته امر کړی چې تر راتلونکې خبرتیا پورې دې افغانانو ته ویزي نه ورکوي.
 
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دغه حکم په بریتانیا، هسپانیا، ایټالیا، جرمني، یونان، اتریش، سویس، فرانسه، ډنمارک، ناروې، بلجیم او ایرلنډ کې د دغه هېواد سفارتونو او قونسلګریو ته ورکړی دی.
 
خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دې پرېکړې لامل نه دی څرګند.
 
په همدې حال کې پر ټولنیزو رسنیو خپاره شوي بیان د پاکستان له لوري نه تایید شوی او نه هم رد شوی.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړيکې ترينګلې شوې او په دې وروستيو کې پاکستاني ځواکونو په دغه هېواد کې د افغان اتباعو نيول پيل کړي دي.
 
https://avapress.com/vdcfctd0vw6dvma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته