کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د نړیوالې ټولنې د ۴۰ میلیونو ډالرو مرستې بسته کابل ته راورسېده

24 دلو 1401 ساعت 13:39

د افغانستان مرکزي بانک اعلان وکړ، چې د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو په دوام، د ۴۰ میلیونو ډالرو یوه بله بسته کابل ته را رسېدلې او په یوه سوداګریز بانک کې زیرمه شوې ده.


آوا - کابل: د افغانستان مرکزي بانک نن دوشنبه د ولو ۲۴ مه د نړیوالې ټولنې له مرستو مننه وکړه او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې خپلې مرستې د بانکدارۍ له لارې برابرې کړي.
 
د افغانستان مرکزي بانک وايي، د بانکي سکتور له لارې د مرستو برابرول خلکو ته اسانتیاوې رامنځته کوي او په دې برخه کې روڼتیا رامنځته کوي.
 
دا ۴۰ میلیونه ډالره مرسته د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو دریمه بسته ده چې په تېرو څلورو ورځو کې کابل ته راورسېده.
 
په همدې حال کې د افغانستان مرکزي بانک نن سهار یوه خبرپاڼه خپره کړې او ویلي یې دي چې د سه شنبې په ورځ (۲۵/۱۱/۱۴۰۱) نېټه به د لیلام له لارې (۱۷) میلیونه امریکايي ډالره وپلوري.
 


د مطلب کود: 265422

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/265422/د-نړیوالې-ټولنې-۴۰-میلیونو-ډالرو-مرستې-بسته-کابل-ته-راورسېده

آوا
  https://www.avapress.com