دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۳۹
د مطلب کود : 265422
د نړیوالې ټولنې د ۴۰ میلیونو ډالرو مرستې بسته کابل ته راورسېده
د افغانستان مرکزي بانک اعلان وکړ، چې د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو په دوام، د ۴۰ میلیونو ډالرو یوه بله بسته کابل ته را رسېدلې او په یوه سوداګریز بانک کې زیرمه شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان مرکزي بانک نن دوشنبه د ولو ۲۴ مه د نړیوالې ټولنې له مرستو مننه وکړه او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې خپلې مرستې د بانکدارۍ له لارې برابرې کړي.
 
د افغانستان مرکزي بانک وايي، د بانکي سکتور له لارې د مرستو برابرول خلکو ته اسانتیاوې رامنځته کوي او په دې برخه کې روڼتیا رامنځته کوي.
 
دا ۴۰ میلیونه ډالره مرسته د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو دریمه بسته ده چې په تېرو څلورو ورځو کې کابل ته راورسېده.
 
په همدې حال کې د افغانستان مرکزي بانک نن سهار یوه خبرپاڼه خپره کړې او ویلي یې دي چې د سه شنبې په ورځ (۲۵/۱۱/۱۴۰۱) نېټه به د لیلام له لارې (۱۷) میلیونه امریکايي ډالره وپلوري.
 
https://avapress.com/vdcgxn9xxak93t4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته