کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هېواد په ۸ ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۴۱ تنه نیول شوي

25 دلو 1401 ساعت 10:28

د کورنیو چارو وزارت وايي، د هېواد په اتو ولایتونو کې یې ۴۱ تنه د غلا، قتل، د اسنادو جعل، قمار او الکولي مشروباتو د استعمال په تور نیولي دي.


آوا - کابل: د کورنیو چارو وزارت د یو لړ ټویټونو په ترڅ کې اعلان کړی چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۴۱ تنه د جنایی جرمونو په تړاو نیول شوی دی.
 
د کورنیو چارو وزارت وايي، دغه ۴۱ کسان له کابل، سرپل، فراه، هرات، بغلان، خوست، نیمروز او تخار ولایتونو څخه نیول شوي دي.
 
د کورنيو چارو وزارت په داسې حال کې د دغو کسانو د نيولو خبر ورکوي، چې په دې وروستيو کې په هېواد کې جنايي جرمونه زيات شوي او ډېرى خلک شکايت کوي.
 
په ورته وخت کې د فراه ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د دغه ولایت په فراه رود ولسوالۍ کې ۲.۵ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې ده.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم په هېواد کې د جنايي جرمونو په تړاو يو شمېر کسان نيول شوي وو.
 


د مطلب کود: 265449

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/265449/د-هېواد-په-۸-ولایتونو-کې-بېلابېلو-جرمونو-تړاو-۴۱-تنه-نیول-شوي

آوا
  https://www.avapress.com